د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې ۴۹ افغان کډوال له تاجیکستان څخه د ناڅرګندو دلایلو له مخې شړل شوي دي.د دې وزارت په خبرپاڼه کې، چې نن (شنبه، د غبرګولي ۱۰مه) خپره شوې، ویل شوي چې له دې کسانو څخه ۳۶ تنه د تاجیکستان د استوګنې کارتونه درلودل او ۱۲ نورو پاسپورټونه او ویزې لرلې، خو بیا هم دوې ورځې وړاندې د کندز ولایت له لارې د شیرخان بندر څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.تاجیکستان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.د یادونې وړ ده چې پرون هم له ایران او پاکستان څخه له ۱۰۰۰ زیات افغان کډوال په یوه ورځ هېواد ته راستانه شوي وو.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

