ځايي سرچینې په ننګرهار ولایت کې وايي، یو ځوان په جلالآباد ښار کې له چړې کار اخیستی، خپل پلار او مور یې وژلي او وروسته یې ځان وژنه کړې ده.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد نن (شنبه، د غبرګولي ۱۰مه) دا پېښه تأیید کړې او ویلي یې دي چې د دې جنایت د انګېزې او جزئیاتو په اړه څېړنې روانې دي.
پېښه تېره ورځ ماښام د جلالآباد ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شوې، خو تر اوسه د دغه ځوان د هویت او رواني حالت په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

