په یوه بېسارې نوښت کې، مظفر علي چې یو افغان-استرالیایی عکاس، لیکوال، فلمجوړونکی او د بشري حقونو فعال دی، د بایسکل ۴۰۰۰ کیلومتره اوږد سفر له مالیني ښار (د کویینزلند ایالت) څخه د جنوبي آسترالیا ایالت ادلید ښار ته پیل کړی دی.د استرالیا لپاره د افغانستان سفارت نن (شنبه، د غبرګولي ۱۰مه) په خپله اکسپاڼه کې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا کمپاین چې “د زدهکړې لپاره پېدلچلونه” نومېږي، د اندونیزیا په کډوالو ماشومانو او په افغانستان کې له زدهکړې محرومو نجونو د ښوونېز برنامو ملاتړ لپاره پیل شوی دی.یاد کمپاین د مې پر ۳۰مه، د استرالیا د کډوالي له اونۍ سره هممهاله پیل شو او یو روښانه پیغام لري: “زدهکړه د بشر حق دی، امتیاز نه دی.”مظفر علي به د دې یو میاشتني سفر په ترڅ کې له خلکو سره وویني، مستند فلمونه به نندارې ته وړاندې کړي، په ښوونځیو کې به وینا وکړي او د کډوالو د هیلو، زغم او وړتیا کیسې به له ټولنې سره شریکې کړي.
ملګرو ملتونو په غزني کې له ښځینه مالدارو ملاتړ اعلان کړی
ملګرو ملتونو ویلي چې د ښځو، په ځانګړي ډول د مالدارو ښځو د ملاتړ په موخه به د مرستې بستې...
Read more

