د «لاجورد یولی» څېړنیز او پالیسي مرکز د «د افغانستان د ښاریانو ګوند» په همکارۍ د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه یو ملي کنفرانس د سویډن په استکهلم ښار کې ترسره کړ.
یاد کنفرانس د شنبې په ورځ (د جوزا ۱۰مه) ترسره شوی، چې پکې یو شمېر افغان سیاسي شخصیتونه، د مدني ټولنې فعالان او بهر مېشتي څېړونکي ګډون کړی وو او د ملګرو ملتونو د وړاندیز شوې “موزاییک افغانستان” تر نامه لاندې طرحې په اړه یې نظرونه تبادله کړل.
د دې کنفرانس اساسي موخه دا وه چې د موزاییک طرحې بېلابېل اړخونه وارزول شي او د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره د یوه نوي توافق لرونکی جوړښت لیدلوری تر بحث لاندې ونیول شي.
یادونه باید وشي، تر دې مخکې هم په انتالیا، ترکیه کې د افغانستان د دموکراتیکو جریانونو په ګډون یو بل غونډه شوې وه، چې پکې د موزاییک طرحه له بېلابېلو نیوکو سره مخ شوې وه.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

