د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې د دې ډلې د محکمو له خوا په څو ولسوالیو کې ۱۱ تنه، چې یوه ښځه هم پکې شامله ده، د شلاق وهلو او بند سزاوو ته محکوم شوي دي.د راپور له مخې، دا سزاوې نن یکشنبه (د جوزا ۱۱مه) د کابل ولایت د فرزې، د سمنګان د رویدوآب او د خوست د تڼیو او صبرو ولسوالیو کې د تورونو لکه «د واده نه وړاندې جنسي اړیکې»، «قتل» او «غلا» پر بنسټ تطبیق شوې دي.طالبانو ویلي، د ځینو کسانو دورې سزاوې د خلکو په وړاندې عملي شوي، او نور بیا د یو کال څخه تر لسو کلونو پورې بند ته محکوم شوي دي.دا ډول سزاوې داسې مهال عملي کېږي چې د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو څو څو ځله د طالبانو د قضايي سیستم د روڼتیا نشتوالی، د مدافع وکیل ته نهلاسرسی، د عادلانه محاکمې نشتون او د سختو سزاوو د کارونې په اړه ژورې اندېښنې څرګندې کړي دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

