د افغانستان د ښځو د یووالي او پیوستون غورځنګ وايي چې طالبانو په کابل کې له څو ساعته توقیف وروسته د دغه غورځنګ اته غړي خوشي کړي دي.
دغه غورځنګ نن (دوشنبه، د اسد ۳۰) په ایکس ټولنیزه شبکه کې په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې د دغه غورځنګ غړي د خلکو په ګډه غوښتنه له طالبانو خوشې شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ښځې په يوه بند ځاى کې راټولې شوې وې، څو د يوه لاريون پلان جوړ کړي، چې ټاکل شوې نن ترسره شي.
د يادونې وړ ده، چې وسله والو طالبانو، چې تر اوسه معلومه نه ده، چې د دې ډلې له کومې څانګې سره تړاو لري، دغه اته تنه تېره شپه د کابل د خيرخانې په سيمه کې له يوه بند څخه نيولي دي.
وسله والو طالبانو په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د ښځو اعتراضونه درولي او لسګونه مظاهره کوونکي یې نیولي او بندیان کړي دي.