د راول والنبرگ د بشري حقونو بنسټ له خوا یو تازه خپور شوی راپور چې سرلیک یې «د ۲۰۲۱ کال وروسته د ښځو د ملاتړ مرکزونو واقعیتونه افشا کوي» دی، ښيي چې له هغه وروسته چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت کې واک ته ورسېدل، په افغانستان کې د هغو ښځو لپاره ټول خوندي کورونه تړل شوي چې له جنسیتي تاوتریخوالي ژوندي پاتې وې، او زرګونه ښځې یې له سختو او بېسرپناهۍ شرایطو سره مخ کړې دي.
د دې څېړنیز راپور له مخې، چې نن یکشنبه (۱۱ غبرګولی) خپور شوی، د ۳۰ کسانو سره د مرکو پر بنسټ جوړ شوی دی ــــ چې پکې د خوندي کورونو پخواني کارکوونکي، د تاوتریخوالي ژوندي پاتې شوې ښځې، او د تمویل کوونکو ادارو استازي شامل دي. راپور وایي چې د دغو مرکزونو تړل کېدو، ښځې مجبورې کړي چې بېرته تاوتریخجن چاپېریال ته لاړې شي، فقر، بېکورهتوب زیات شوی، او د جبري ودونو او ناموسي وژنو ګواښونه هم ډېر شوي دي.
د راپور لیکواله میترا تنومند وایي، دا ړنګېدل یوازې یو اداري ناکامي نه، بلکې د افغانستان د ښځو په ملاتړ کې د کورنیو او نړیوالو بنسټونو یوه اخلاقي او سیاسي ناکامي ده.
راپور کې لیکل شوي: «هغه وخت چې د ښځو د ساتنې اړتیا تر بل هر وخت زیاته وه، نړیوالو بنسټونو شا کړه او ښځې یې یوازې پرېښودې.»
یاد راپور چې د ۲۰۲۵ کال د مې په میاشت کې خپور شوی، له نړیوالې ټولنې غواړي چې ژر تر ژره د ښځو د ملاتړ جوړښتونه بېرته ورغوي او مسؤلو ادارو ته د ځواب ویلو غوښتنه کوي.
د لیکوالې په خبره، که د ښځو د ساتنې بنسټونه جدي بېرته جوړ نشي، نو د افغانستان بشري بحران به لا پسې ژور شي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

