د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې ۱۴ افغان کډوال د پاکستان له بندخونو آزاد شوي او هېواد ته راستانه شوي دي.یاد وزارت نن (دوشنبه، د جوزا ۱۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان د سپینبولدک له لارې هېواد ته داخل شوي او له یوه تر دریو ورځو پورې یې په بندخونو کې وخت تېر کړی دی.په همدې وخت کې، د باختر خبري آژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، راپور ورکړی چې یوازې د پرون په ورځ ۷۴۲ افغان کورنۍ له بېلابېلو سرحدي لارو هېواد ته راستانه شوې دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

