آريانا سعيد، چې يوه مشهوره هنرمنده او د ښځو د حقونو فعاله ده، د آلمان په «دفباما» نړيوال موسيقۍ فېسټيفل کې يې د «بشردوستۍ» او «د افغانستان غوره هنرمنده» جايزې ترلاسه کړې.ياد فېسټيفل د آلمان په اوبرهاوزن ښار کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د هنرمندانو په ګډون ترسره شو، او آريانا سعيد دا جايزه د افغانستان ښځو ته ځانګړې کړه.آغلې سعيد نن (دوشنبه، د جوزا ۱۲مه) پر خپل انستاگرام پاڼه کې ليکلي چې د افغان مېرمنو غږ به د فشارونو لاندې هېڅکله چوپ نشي. هغې ټينګار وکړ چې طالبان نشي کولای د افغانستان ښځې چوپې کړي او نړۍ بايد د دوی د محروميتونو پر وړاندې بېپروا پاتې نشي.«دفباما» فېسټيفل د اروپا له معتبرو څوفرهنګي موسيقۍ جشنونو څخه ګڼل کېږي، چې هغو هنرمندانو ته جايزه ورکوي، کوم چې سربېره پر هنري فعاليت، د بشر حقونو په ملاتړ کې هم مهم رول لري.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

