د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) ویلي، افغانستان له هغه کړکېچه سره مخ دی چې ماشومان پکې تر ټولو ډېر د خوارځواکۍ ښکار شوي دي. دغه بنسټ وايي، دا تر اوسه د ماشومان د خوارځواکۍ تر ټولو لوړه کچه ده چې ثبت شوې ده.د WFP د افغانستان دفتر مشر جان آیليف چينايي CGTN شبکې ته ويلي: «ماشومان د لوږې بحران تر ټولو ستر قربانيان دي. موږ د خوارځواکۍ د هغه زیاتوالي شاهد يو چې ساری نه لري. تمه کېږي چې سږ کال له درې نيمو ميليونو ډېر ماشومان – چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي – له خوارځواکۍ سره مخ شي. دا شمېر تېر کال ته په پرتله نيمايي ميليون زيات دی.»د WFP د ارزونې له مخې، د ماشومانو تر منځ د خوارځواکۍ کچه لا هم لوړېږي او تمه نه کېږي چې ژر به ښهوالی پکې راشي.ملګري ملتونه اټکل کوي چې دا مهال د افغانستان له نيمايي ډېر وګړي د بشري مرستو اړتيا لري.راپورونه ښيي چې ماشومان نه يوازې له خوارځواکۍ ځورېږي، بلکې د ماشومانو کار ډېر شوی، ښوونځي پرېږدي او ژوند یې ورځ تر بلې سختېږي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

