خالده پوپل، د افغانستان د ښځو د فوټبال پېژندل شوې څېره او د ښځو د حقونو مدافع، د خپل نوي کتاب «زما ښکلي خویندې» په خپرولو سره د ورزش نړۍ دوه لویې جایزې خپلې کړې. دا اثر نه یوازې د ۲۰۲۵ کال د کال ورزشي کتاب جایزه وګټله، بلکې د ښځینه ورزشي لیکوالانو لپاره ځانګړې «ویکی اورویس» جایزه هم ترلاسه کړه.هغې دا بریا د دوشنبې په ورځ، د جوزا ۱۲مه، په خپل انسټاګرام کې له څو انځورونو سره شریک کړه او له دې لاس تهراوړنې یې خوښي څرګنده کړه.کتاب «زما ښکلي خویندې» د خالده پوپل د شخصي خاطرو یوه برخه ده؛ له هغه وخت راهیسې چې د افغانستان د ښځو د ملي فوټبال لوبډلې لومړۍ کپتان وه، تر هغو ورځو چې د ښځو د حقونو د مبارزې یو نړیوال سمبول وګرځېده. دا اثر د ملي لوبډلې د غړو هیلهمندۍ او مبارزې هغه وخت انځوروي، چې دوی له سیاسي او ټولنیزو خنډونو سره لاس او ګرېوان وې.خالده پوپل په یوه برخه کې لیکلي:«زموږ موخه یوازې لوبه نه وه؛ موږ غوښتل د هغو ښځو غږ شو چې چوپ پاتې شوې وې. فوټبال زموږ لپاره د خوېندو کېدو او د یو بل ترڅنګ درېدو لاره وه.»خالده پوپل په ۲۰۰۷ کال کې له خپلو یو شمېر همفکرانو سره د افغانستان د ښځو د فوټبال ملي لوبډله جوړه کړه او لومړۍ کپتانه یې وه.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

