د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت په خپل وروستي د سفر لارښود کې افغانستان ته د سفر په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دغه هېواد د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دی.په دې خبرپاڼه کې چې نن (سهشنبه، د جوزا ۱۳مه) خپره شوې، افغانستان یو «ډېر خطرناک» هېواد بلل شوی او ویل شوي چې د ترهګریزو بریدونو پراخ ګواښونه او د انسان تښتونې احتمال د هېواد په ټولو برخو، حتی پلازمېنه کابل کې، شته.د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د افغانستان هېڅ سیمه له بریدونو خوندي نه ده او بهرني وګړي هم د خپلسري نیونو له خطر سره مخ دي.تر استرالیا وړاندې هم یو شمېر نورو هېوادونو خپلو اتباعو ته افغانستان ته د نهسفر سپارښتنه کړې ده.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

