د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې د مالي سرچینو د کمښت له امله، په افغانستان کې ۲۹۸ د تغذيې مرکزونه، ۴۲۰ روغتیايي مرکزونه او ۱۳ د روغتیا پروژې تړل شوي دي.اوچا دا څرګندونې نن، د سېشنبې په ورځ (۱۳ د غبرګولي) وکړې او زیاته یې کړه چې د نړیوالو مرستو، په ځانګړې توګه د امریکا د مالي ملاتړ د بندېدو له امله، دا وضعیت رامنځته شوی دی.د خوړو نړیوال پروګرام وړاندوینه کړې چې سږکال به له ۳.۵ میلیونو څخه ډېر افغان ماشومان د خوارځواکې له خطر سره مخ شي.اوچا خبرداری ورکړی چې د بودجې کمښت نه یوازې د ۱۴۵ میلیونه ډالرو ارزښت لرونکي پروژې درولې دي، بلکې د خوړو د مرستو وېش هم له سخت خطر سره مخامخ کړی دی.دغه اداره وايي چې یوازې ۲۰ سلنه د افغانستان لپاره د بشري غبرګون بودجه برابر شوې، او دا حالت میلیونونه اړ کسان له حیاتي مرستو بېبرخې کړي دي.اوچا ټینګار کړی چې د مالي بحران اغېزې تر دې ډېرې پراخې دي، او نړیواله ټولنه باید سمدستي اقدام وکړي څو د بشري ناورین پراخېدو مخه ونیسي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

