د باختر دولتي خبري آژانس د راپور له مخې، یوازې په یوه ورځ کې ۱۰۵۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه د بېلابېلو پولو له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.یاد راپور، نن سهشنبه (د غبرګولي ۱۳مه) خپور شوی، چې په کې راغلي: ۸۳ کورنۍ د تورخم له لارې، ۴۴ کورنۍ د سپینبولدک له لارې، ۱۱۲ کورنۍ د پُلابریشم له لارې او تر ټولو ډېرې، یعنې ۸۱۱ کورنۍ د اسلامقلعې له لارې هېواد ته داخل شوي دي.راستانه شوې کورنۍ زیاتره هغه کسان دي چې په ګاونډیو هېوادونو کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو، او یا هم د جبري شړلو له امله مجبوره شوي چې خپل هېواد ته بېرته ستانه شي. تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) راپور ورکړی و چې یوازې په تېرو دوو میاشتو کې شاوخوا ۵۰۰ زره افغانان په زور له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته شړل شوي دي.د راپورونو له مخې، د راستانه شویو کورنیو ډېری یې بېسرپناه دي او د لومړنیو ژوند اړتیاوو لکه سرپناه، روغتیا، او خواړو ته بېړنۍ اړتیا لري. د بشري مرستو ادارې هم د دغو کسانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښيي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

