د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې په لغمان ولایت کې د ژوندي موجوداتو د انځورونو خپرول رسمي منع اعلان شوي دي. له دې پرېکړې سره، لغمان نولسم ولایت شو چې دا ډول بندیز پکې رسمي پلي کېږي.یاد مرکز، نن سهشنبه (د غبرګولي ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې د دې بندیز د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول بندیزونه د وینا آزادۍ او د خلکو د اطلاعاتو د لاسرسۍ حق ته جدي ګواښ پېښوي.د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست رئیس مولوي پاچاګل احمدي، تېره دوشنبه په مهترلام ښار کې د محلي چارواکو او رسنیو د استازو په یوه غونډه کې دا بندیز اعلان کړ. د یاد ریاست په وینا، په لغمان کې ټولې رسنۍ مکلفې دي چې د امر بالمعروف قانون له مخې له دې وروسته د ژوندي موجوداتو انځورونه خپاره نه کړي.یو سیمهییز خبریال د افغانستان د خبریالانو مرکز ته ویلي، چې د دې بندیز له تطبیق سره د رسنیو د فعالیت فضا لا زیاته محدوده شوې ده.اوس مهال، د لغمان په ولایت کې د ملي راډیو تلویزیون تر څنګ، څو خصوصي راډیوګانې لکه «رغون»، «سوله ارمان»، «حسین» او «زیار» فعالیت لري چې ډېری خپرونې یې د فیسبوک په څېر ټولنیزو شبکو له لارې وړاندې کېږي.د افغانستان د خبریالانو د مرکز د معلوماتو له مخې، تر لغمان مخکې په قندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندز، بامیان، دایکنډي، فاریاب او پنجشیر ولایتونو کې هم دا بندیزونه رسمي پلي شوي دي.د خبریالانو یاد مرکز له چارواکو غوښتي چې دا پرېکړه بیا وارزوي او د رسنیو د قانون له اصولو سره په مطابقت کې، رسنیو ته د آزاد، خوندي او مسلکي فعالیت زمینه برابره کړي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

