راوی زن پشتو
پنج‌شنبه 25 جدی 1404
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

د خوړو نړيوال پروګرام: نږدې ۹.۵ میلیونه افغانان لا هم له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ دي

14 جوزا 1404
د خوړو نړيوال پروګرام: نږدې ۹.۵ میلیونه افغانان لا هم له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ دي

د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) وايي، سره له دې چې د افغانستان د خوراکي امنيت په برخه کې يو څه ښه‌والی راغلی، خو لا هم شاوخوا ۹.۵ میلیونه کسان، چې د ټول نفوس ۲۱ سلنه جوړوي، له جدي خوراکي ناامنۍ سره مخ دي.دې ادارې نن چهارشنبه (د غبرګولي ۱۴مه) خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو کموالی، اقلیمي بدلونونه او اقتصادي نازک وضعیت، د ترلاسه شويو پرمختګونو د له‌منځه‌تلو ګواښ پېښ کړی دی.د خوراکي امنیت د IPC مرحلې د وروستي ارزونې له مخې، چې د مې څخه تر اکتوبر ۲۰۲۵ پورې موده رانغاړي، شاوخوا ۱.۶ میلیونه کسان په اضطراري حالت (IPC څلورمه مرحله) او نږدې ۷.۹ میلیونه نور په بحراني حالت (IPCدریمه مرحله) کې دي.دا په داسې حال کې ده چې په تېر پړاو کې، د مارچ تر اپریل ۲۰۲۵ پورې، ۱۲.۶ میلیونه افغانان، یعنې ۲۷ سلنه نفوس، له خورا جدي خوراکي ناامنۍ سره مخ وو.د دې ادارې ویاند ویلي: «بشري مرستې، کرنیز ملاتړ او د تاوتریخوالي کمښت، وضعیت ښه کړی، خو د مرستو بودیجه ۴۰ سلنه راکمه شوې، چې دا پرمختګونه یې له جدي ګواښ سره مخ کړي.»WFP زیاتوي چې زیان‌پېلې کورنۍ، په ځانګړي ډول ماشومان، ښځینه سرپرستې، او نوي راستانه شوي کسان، تر نورو ډېر د لوږې له ګواښ سره مخ دي. ډېری دغو کورنیو د افغانستان په لرې‌پرته او زیان‌منو سیمو کې ژوند کوي، هلته چې خدمتونو ته لاسرسی ډېر محدود دی.د خوړو نړيوال پروګرام له نړيوالې ټولنې غوښتي چې خپلې مالي ژمنې زیاتې کړي او د افغانستان له مهمو خوراکي او معیشتي ملاتړ پروګرامونو سره مرسته وکړي، څو د بلې خوراکي فاجعې مخنیوی وشي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In