د باختر دولتي خبري آژانس راپور ورکړی چې تېره ورځ (د غبرګولي ۱۲مه) ۱۲۱۷ افغان کډوالې کورنۍ د ګاونډیو هېوادونو له لارې افغانستان ته راستانه شوې دي.د راپور له مخې، ۷۴۱ کورنۍ له ایران، ۳۰۶ له نیمروزه، ۱۲۰ د تورخم له لارې، او ۵۰ نورې کورنۍ د اسپینبولدک له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په یوه تازه راپور کې د افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو وضعیت اندېښمنونکی بللی دی. دغه راپور چې پرون (د غبرګولي ۱۲مه) خپور شوی، څرګندوي چې جوړښتي نابرابري او اقتصادي بېوزلي د دغو زیانپېلو خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی او هغوی یې د هېواد له خدمتونو څخه څنډې ته کړي دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

