د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، چې د امارت اسلامي تر چتر لاندې فعالیت کوي، شاوخوا ۱۰۲۶ افغان کورنۍ د چهارشنبې په ورځ (۱۴ د غبرګولي) د ایران او پاکستان له پولو څخه افغانستان ته راستانه شوې دي.راپور زیاتوي چې دغه کورنۍ د تورخم، سپینبولدک، پُل ابریشم او اسلامقلعه له سرحدي دروازو هېواد ته داخلې شوې دي. د احصایې له مخې، ۷۳ کورنۍ د ننگرهار له تورخم، ۳۳ کورنۍ د قندهار له سپینبولدک، ۳۱۸ کورنۍ د نیمروز له پُل ابریشم، او ۶۰۲ کورنۍ د هرات له اسلامقلعه څخه هېواد ته داخلې شوې دي.د باختر آژانس په وینا، د کډوالو راستنیدو بهیر دوام لري او یوازې دوه ورځې وړاندې هم ۷۴۱ کورنۍ له ایران، ۳۰۶ له نیمروز، ۱۲۰ له تورخم او ۵۰ نورې له سپینبولدک څخه افغانستان ته ستنې شوې وې.د چارواکو په وینا، دغه کورنۍ تر ډېره هغو مهاجرو ته اړه لري چې یا خو په خپله خوښه راستانه شوي، یا هم له قانوني اسنادو پرته له یاده شوو هېوادونو څخه ایستل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې ایران او پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

