د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه نوي فرمان کې د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو پر وګړو د امریکا د سفر بندیزونه اعلان کړل.د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، دغه بندیزونه به د ۲۰۲۵ کال د جون په ۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د واشنګټن په وخت د شپې ۱۲:۰۱ (د گرینویچ په وخت ۰۴:۰۱) پلي شي. دا ګام د ټرمپ د دویم ځل ولسمشرۍ د سختو کډوالي سیاستونو یوه برخه ده.افغانستان، میانمار، چاد، کانګو، استوایي ګینه، اریتریا، هایتي، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن هغه هېوادونو دي چې د سختو بندیزونو لاندې راغلي دي.همداراز، د بروندي، کیوبا، لاووس، سیرا لیون، توګو، ترکمنستان او وینزویلا اتباع به له بندیزونو سره مخ وي.ټرمپ په خپله اېکس پاڼه کې یوه ویډیويي پیغام خپور کړی، ویلي: «موږ هغو کسانو ته چې غواړي زموږ هېواد ته زیان ورسوي، د ننوتلو اجازه نه ورکوو.» نوموړي زیاته کړې چې دا لېست ممکن پراخ شي او نور هېوادونه هم په کې شامل شي.د دغه فرمان له مخې، هغه ویزې چې د بندیزونو له عملي کېدو وړاندې صادري شوې، نه لغوه کېږي.
په افغانستان کې د کورنیو سرپرستې ښځې؛ له کار کولو محرومې او د شپې ډوډۍ په اندېښنه کې
راپور ورکوونکې: صالحه امیري ماهګل د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکې ده. وروسته له هغه چې د هغې مېړه...
Read more

