د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي، په افغانستان کې د بشري مرستو د کموالي له امله ډېرې بېوزله کورنۍ، په ځانګړي ډول مېرمنې، مجبوره شوي چې د خپلو لوڼو جبري ودونو ته غاړه کېږدي.د دې ادارې مرستیال “هارالد مانهارت” نن (پنجشنبه، ۱۵ غبرګولی) ویلي، شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي، خو یوازې درېیمه برخهیې مرستې ترلاسه کوي. هغه ویلي، دا بحران ښځې او نجونې تر ټولو زیاتې زیانمنې کړي دي، په تېره بیا هغه کورنۍ چې ښځې یې سرپرستي کوي.د هغه په وینا: «ډېری مېرمنې اوس د ژوندي پاتې کېدو لپاره خطرناکو لارو ته مخه کوي، لکه د نغدو پیسو غوښتنه یا د خپلو لوڼو د ودونو منل.»احصایې ښيي چې دوه پر درېیمه برخه هغه کورنۍ چې ښځې یې سرپرستي کوي، د خوراکي توکو لومړنی رژیم نهشي برابرولی، چې دا د نارینهوو تر مشرۍ لاندې کورنیو پرتله ۲۰ سلنه زیات دی.له بلې خوا، د بودجې له کمېدو سره، د ۱.۱ میلیونه حامله مېرمنو، شیدې ورکونکو او ماشومانو لپاره د خوړو مرسته بنده شوې، او د ښځو د پياوړي کولو برنامې هم د بشپړې بندېدو له ګواښ سره مخ دي.WFP د خوړو نړیوالو پروګرام مرسته کوونکي هېوادونو څخه غوښتي چې د روان میلادي کال تر پایه د خپلو مرستو د دوام لپاره دې ۶۵۰ میلیونه ډالره بېړنۍ مرسته وکړي، کنه دا بشري بحران به ښځو او نجونو ته لا ډېر ناورین وزېږوي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

