د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) په افغانستان کې ویلي چې اقلیمي بدلونونه په ځانګړي توګه وچکالي، سېلابونه، سختې ګرمۍ او سړې هوا د ښځو او نجونو ژوند ته جدي ستونزې جوړې کړې دي.دغه اداره نن (پنجشنبه، د غبرګولي ۱۵ مه) د نړېوالې چاپېریال ورځې په مناسبت خبرداری ورکړ چې ښځې او نجونې په افغانستان کې تر نورو وګړو ډېر د اقلیمي بدلونونو له منفي اغېزو ځورېږي، ځکه چې هغوی ډېر ځله روغتیایي خدمتونو، خوړو او هستوګنې ته کمه لاسرسی لري.د وګړو صندوق ټینګار وکړ چې په دې بدلونونو کې ښځې او نجونې له روغتیايي، رواني، امنیتي او نورو ورځنیو ستونزو سره مخامخ دي، چې دا وضعیت د جنسیتي نابرابریو کچه نوره هم لوړه کړې ده. له دې امله د نړیوالې ټولنې عاجل ګامونه اړین دي.دې ادارې له ملي او نړیوالو سازمانونو وغوښتل چې د اقلیمي بحران پر وړاندې د مبارزې ترڅنګ، د ښځو او نجونو د ځواکمنتیا او د هغوی لپاره د اړینو خدماتو برابرولو لپاره هم مرسته وکړي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

