راوی زن پشتو
دوشنبه 19 اسد 1405
فارسی
EN
No Result
View All Result
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

د ارغواني شنبې خوځښت: له طالبانو سره خبرې، له جنايت سره همکاري ده

20 جوزا 1404
د ارغواني شنبې خوځښت: له طالبانو سره خبرې، له جنايت سره همکاري ده

د ارغواني شنبې مدني خوځښت په يوه خپره شوې اعلامیه کې ويلي، چې له طالبانو سره د خبرو او تعامل پاليسي په تېرو څلورو کلونو کې ناکامه شوې او د ښځو پر ضد فشارونه او بندیزونه يې نور هم زیات کړي دي.په دې اعلامیه کې، چې د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۹مه) خپره شوې، طالبان يوه «د خبرو اترو ضد، د فکر دښمنه او ایډیولوژیکه ډله» بلل شوې، چې فکري مخالفان يې د وژلو مستحق ګڼي.د دې خوځښت په وينا، هره هغه هڅه چې طالبانو ته مشروعيت ورکړي، هغوی پاک او یا استازولي ورکړي، له جنايت سره همکاري بلل کېږي او باید له قانوني اړخه وڅېړل شي.معترضو مېرمنو غوښتنه کړې چې طالبان او د هغوی ملاتړي یا لابي‌کوونکي باید د نړيوالو غونډو، په ځانګړي ډول د لوېديځو هېوادونو په کنفرانسونو کې، ګډون ونه لري. هغوی ټينګار کړی چې دا کار د نړیوالو حقوقي ژمنو، په تېره د ملګرو ملتونو د منشور او د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له‌منځه وړلو د کنوانسیون (CEDAW) سرغړونه ده.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

خبرنامه


© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In