د بشري حقونو سازمان «ههنگاو» ویلي، چې د یوې ځوانې افغانې ښځې ټوټه ټوټه شوی جسد د تهران سوېل ختیځ ته په پیشوا ولسوالۍ کې موندل شوی دی.
یاد سازمان د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۹مه) ویلي، چې د دغې ښځې هویت “کبری رضايي” ښودل شوی او عمر یې ۲۶ کاله و. د هغې د بدن برخې د غبرګولي په ۱۳مه د کثافاتو په منځ کې موندل شوې او د ډياناې ازموینو پایلو د هغې هویت تایید کړی دی.
کبری رضايي، چې په ایران کې یې د پناه غوښتونکې په توګه ژوند کاوه، شاوخوا ۵۰ ورځې مخکې هغه مهال لادرکه شوې وه، چې خپل کار ته روانه وه.
د «ههنگاو» د راپور له مخې، تر دې دمه د هغې نورې د بدن برخې، ګرځنده تلیفون او د پېژندنې اسناد نه دي موندل شوي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

