د افغانستان د ښځو د تبعید غورځنګ په یوه رسمي اعلامیه کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو له زور زياتی او سپکوونکي ایستلو ژوره اندېښنه ښودلې او د نړیوالې ټولنې له بېپروايۍ یې نیوکه کړې ده.ياده اعلامیه، چې نن (سې شنبه، د غبرګولي ۲۰مه) خپره شوې، د ایران او پاکستان د امنیتي ځواکونو وروستي چلندونه له افغان کډوالو سره، په ځانګړي ډول له ښځو، ماشومانو او سپینږیرو سره، غندلي او دا یې د بشر د حقونو ښکاره نقض بللی دی.دې غورځنگ ویلي چې د لنډمهاله ضربالاجلونو او د کډوالو د ایستلو له زورزياتي ډک بهیر نه ښکاري چې ایران او پاکستان د بشر د حقونو اصولو او د ژنوا کنوانسیون ته ژمن پاتې وي.په اعلامیه کې د هغو زرګونو افغان کډوالو اندېښمن وضعیت ته هم اشاره شوې چې له کلونو راهیسې د درېیمو هېوادونو، په ځانګړي ډول امریکا او د هغې متحدینو ته د انتقال په تمه دي. یاد شوي چې ډېری دا کسان پخوا د ښځو د حقونو، بشر د حقونو یا له نړیوالو ادارو سره همکارۍ لرلې او اوس له افغانستان ته د بېرته استولو له ګواښ سره مخ دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

