د ماینپاکۍ نړیوالې مؤسسې «هلو ټرسټ» خبرداری ورکړی چې افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د جګړو له پاتې ماینونو او چاودېدونکو توکو سره ډېر ککړ دی، او شاوخوا ۶.۴ میلیونه وګړي د دغې مرګوني ستونزې له مستقیم خطر سره مخ دي.یاده مؤسسه د سهشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) په یوه راپور کې ویلي، چې له ماینونو د قربانیانو له ډلې څخه تر ۸۰ سلنه ډېر یې ماشومان دي؛ هغه ماشومان چې زیاتره وخت د بېوزلۍ له امله د فلزي کثافاتو د راټولو لپاره خطرناکو سیمو ته استول کېږي.په افغانستان کې د «هلو ټرسټ» د پروګرام مشر فرید همایون له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره خپل ملاتړ جاري وساتي، او خبرداری یې ورکړی چې دا بحران باید یوه «هېره شوې بشري فاجعه» ونه ګرځي.د راپور له مخې، له ۱۹۸۸م کال راهیسې تر اوسه شاوخوا ۱۴۰۰ کیلومتره مربع ککړې ځمکې پاکې شوې دي، او له ۱۷ میلیونه ډېر افغانان ترې ګټه اخیستې ده. سره له دې، لا هم یوازې له هر پنځه افغانو څخه یو تن د ماین له پاکې سیمې برخمن دی.یادې مؤسسې ټینګار کړی چې په اوسط ډول، هره میاشت شاوخوا ۵۰ تنه د ماینونو او ناچاودو مهماتو له امله وژل کېږي یا ټپیانېږي، چې ډېری پېښې په هغو ولایتونو کې کېږي چې لا هم سخت ککړ پاتې دي.هلو ټرسټ یو ځل بیا له مرستندویو هېوادونو غوښتي چې افغانستان هېره نه کړي او د ولسي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو، د ژغورلو لپاره له روانو هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

