د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې د نړیوالو مرستو ناڅاپي او پراخه کمښت، په ځانګړي ډول د امریکا د مرستو ځنډول، شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانان له بېړنیو بشري اړتیاوو سره مخ کړي دي.
اوچا دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (۲۱ د غبرګولي) په خپل تازه راپور کې کړې دي او ویلي یې دي چې د نړیوالې ټولنې سخت ترلاسه شوي بشري لاستهراوړنې اوس د لهمنځهتلو له ګواښ سره مخ دي.
د راپور له مخې، د امریکا د مرستو ځنډول چې تېر کال یې د افغانستان د بشري مرستو د کلني بودیجې ۴۷ سلنه (۷۳۵.۷ میلیونه ډالر) برابروله، د مرستو رسولو پر بهیر سخت منفي اغېز کړی دی.
اوچا ویلي، له هغه ۲.۴۲ میلیاردو ډالرو څخه چې د ۲۰۲۵ کال لپاره د افغانستان د بشري مرستو لپاره اړتیا ورته ده، تر اوسه یوازې ۱۳ سلنه (۳۲۲.۴ میلیونه ډالر) برابر شوي دي. له همدې امله، بشري بنسټونه یوازې د هېواد په ۱۴۵ ولسوالیو کې ۱۲.۵ میلیونه کسانو ته رسیدنه کړې ده، حال دا چې ټول هېواد ۴۰۱ ولسوالۍ لري.
راپور زیاتوي چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو دریو میاشتو کې یوازې ۷.۶ میلیونه افغانانو لږ تر لږه یوه بڼه مرستې ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې دا شمېر تېر کال په همدې موده کې ۹.۴ میلیونه تنه و.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

