نن چهارشنبه (۲۱ د غبرګولي)، د ناورې په پلازمېنه اسلو کې د اسلو د ټولنې نوې غونډه د طالبانو د استازو، د افغانستان د مدني فعالانو او نړیوالو دیپلوماتانو په ګډون پیل شوه.ویل کېږي چې افغانستان د دې ناستې یو له اصلي بحثي محورونو څخه دی.دغه غونډه چې له رسنیو پټه او شاته دروازو تر سره کېږي، د ناورې د بهرنیو چارو وزارت او د بشري خبرو اترو مرکز په ګډ کوربتوب جوړه شوې، چې موخه یې د نړیوالو شخړو پر سر د نظرونو د تبادلې لپاره یو خوندي چاپېریال برابرول دي.ځینې راپورونه ښيي چې د طالبانو یو پلاوی هم په دې غونډه کې ګډون لري، که څه هم د دې ډلې چارواکو لا تر اوسه دا حضور رسماً نهدی تایید کړی.همداراز، ایراني سرچینې وايي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي هم د دې ناستې لپاره اسلو ته تللی دی.د اسلو ټولنه له ۲۰۰۳ کال راهیسې جوړیږي او موخه یې د نړیوالو بحرانونو ښکېلو خواوو ترمنځ د سولې، امنیت او بشري حللارو په اړه خبرو ته زمینه برابرول دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

