د افغانستان د مدني ټولنې او تبعیدي خبریالانو د ملاتړ سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره په تهران کې د افغان کډوالې کبرا رضايي وحشیانه وژنه په کلکه غندلې او دا یې د افغان کډوالو پر وړاندې د سیستماتیک تاوتریخوالي یو څرګند مثال بللی دی.په دې اعلامیه کې چې نن (پنجشنبه، د غبرګولي ۲۲مه) خپره شوې، راغلي: «کبرا رضايي چې ۵۰ ورځې لادرکه وه، د تهران په یوه سیمه کې د ټوټه ټوټه شوي جسد په بڼه وموندل شوه؛ دا یو دومره وحشي جنایت دی چې د هر انسان زړه پرې دردیږي او دا ښيي چې د کډوالو د ژوند ارزښت ته څومره بېپروايي شوې ده. دا ډول پیښې باید هېڅکله بې ځوابه پاتې نه شي.»سازمان ټینګار کوي چې زرګونه افغانان، په ځانګړي ډول ښځې، د طالبانو له ګواښونو او ناامنه وضعیت له امله اړ شوي چې ګاونډیو هېوادونو ته، په ځانګړي ډول ایران ته، کډه وکړي؛ خو له بده مرغه دوی هلته له تبعیض، تاوتریخوالي او بېعدالتیو سره مخ دي.دا سازمان له د ایران له اسلامي جمهوري دولت نه غواړي چې د دې وحشي جنایت عاملین په جدي ډول ونیسي او عدالت ته یې وسپاري. همداراز، له نړیوالو بنسټونو، په تېره د ملګرو ملتونو څخه غواړي چې د افغان کډوالو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې خپل انساني او حقوقي مسؤولیتونه ترسره کړي.په اعلامیه کې دا هم ویل شوي: «کبرا رضايي دولت نه لري، خو ولس لري. د رضايي وینه به هېره نه شي. دا سازمان د هغې له کورنۍ او ټولو هغو کډوالو سره ولاړ دی چې د تاوتریخوالي، تبعیض او بېعدالتي قربانیان دي، او له نړیوالې ټولنې غواړي چې نور دې ډول فاجعو ته چوپه خوله نه پاتې کېږي.»د یادونې وړ ده چې د کبرا رضايي جسد له نږدې دوو میاشتو لادرکۍ وروسته، د یوه ۳۲ کلن ایراني نارینه په کور کې وموندل شو. هغه اوس د قتل، د جسد ټوټه کولو او د جرم د اثارو له منځه وړلو په تور نیول شوی دی.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

