ریچارد بېنت، چې د افغانستان لپاره د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی دی، د بشري حقونو شورا ته په خپل راتلونکي راپور کې ويلي چې د طالبانو عدلي او قضايي نظام یو قانوني جوړښت نه، بلکې د ښځو د سازمانمند ځپلو یوه وسیله ده. نوموړی خبرداری ورکړی چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې عدالت د ښځو لپاره نهيوازې لاسرسی نهلري، بلکې دا نظام عملاً د هغوی پر ضد کار کوي.د بېنت دغه راپور نن (پنجشنبه، د غبرګولي ۲۲مه) خپور شوی او په کې ویل شوي چې طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته د پخواني حکومت قانوني جوړښتونه لهمنځه وړي دي. اساسي قانون لغوه شوی او مهم قوانین لکه جزا قانون، د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د منع قانون، او د ماشومانو د حقونو د ملاتړ قانون لغوه شوي یا عملاً بېکارې شوي دي.ریچارد بېنت وايي، طالبانو پر ځای د مبهمو او ضد و نقيضو مذهبي او شفاهي فرمانونو یو نامعلوم نظام جوړ کړی، چې نه شفافيت لري، نه هم قانوني معیار.نوموړی زیاتوي چې ټولې ښځینه قاضیانې، څارنوالانې او وکیلانې له عدلي سیسټم څخه ایستل شوي، او ښځې نور د قانوني دعوو، قضايي بهیرونو یا رسمي حضور حق نهلري. دا حالت سبب شوی چې د تاوتریخوالي، جنسي تېري، جبري ودونو یا له میراثه د محرومېدو قرباني ښځې ونهشي کولای آن خپلې لومړنۍ قضیې ثبت کړي.په ډېرو برخو کې، ښځې یوازې د نارینه محرم په ملتیا محکمو ته تلی شي، خو آن که محضر ته ورشي هم، اکثره وخت محکمه هغوی ته پر حقوقي رسیدنه سربېره، ګواښ کوي.ریچارد بېنت په خپل راپور کې څرګنده کړې چې د افغانستان اوسنی عدلي نظام، د ښځو لپاره نهيوازې بېعدالتي ده، بلکې قصداً عدالت ترې انکار شوی دی. هغه ټینګار کړی چې دا نظام د قانون ساتونکی نه، بلکې د ښځو لپاره د عدالت د پلي کېدو تر ټولو ستر خنډ دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي: نږدې ۲۷۲ میلیونه ماشومان او ځوانان له زده کړې محروم دي
انتونیو ګوترش، د ملګرو ملتونو سرمنشي، ویلي چې نږدې ۲۷۲ میلیونه ماشومان او ځوانان په ټوله نړۍ کې له زده...
Read more

