د افغانې کډوالې، ۲۶ کلنې کبرا رضايي د زړهبوږنوونکي قتل په تړاو، د تهران د پیشوا ښار پولیسو اعلان کړی چې د دې پېښې شکمن کس نیول شوی دی.اکبر عربي، د یاد ښار د پولیسو قوماندان، د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۳) ایراني رسنیو ته ویلي، چې دغه شکمن د امنیتي ځواکونو د استخباراتي او عملیاتي هڅو په پایله کې پېژندل شوی او نیول شوی دی.نوموړی زیاتوي، نیول شوي کس د قتل اعتراف کړی او دا مهال په توقیف خونه کې بندي دی.سره له دې، د نوموړي هویت او انګېزه لا هم د ایراني چارواکو له خوا نه ده افشا شوې.تر دې مخکې، د انصاف نیوز خبري او تحلیلي ویبپاڼې د چهارشنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۱، د باوري سرچینو له قوله راپور ورکړی و، چې د کبرا رضايي جسد، چې نږدې دوه میاشتې ورک وه، د یوه ۳۲ کلن ایراني سړي په کور کې موندل شوی دی؛ یاد کس اوس د قتل، د جسد ټوټه کولو او د جرم د نښو د له منځه وړلو په تور نیول شوی دی.په غبرګون کې، طالبان هم له ایراني قضايي ادارو غوښتنه کړې چې دې پېښې ته جدي رسېدنه وکړي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

