راوی زن پشتو
دوشنبه 31 حمل 1405
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

د بشر د حقونو د څار بنسټ: د افغان ښځو د ځپنې د پای ته رسولو لپاره دې نړیوال د حساب ورکونې مېکانیزم جوړ شي

24 جوزا 1404
د بشر د حقونو د څار بنسټ: د افغان ښځو د ځپنې د پای ته رسولو لپاره دې نړیوال د حساب ورکونې مېکانیزم جوړ شي

د بشر د حقونو د څار بنسټ ویلي، چې ریچارد بنت، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکی، یو ځل بیا د یو خپلواک، هر اړخیز او نړیوال مېکانیزم د جوړېدو غوښتنه کړې، څو د بشري حقونو پراخو سرغړونو، په ځانګړې ډول د ښځو او نجونو د سیستماتیکې ځپنې، ځواب ویونکی وي.ښاغلي بنت د جمعې په ورځ (د غبرګولي٢٣) په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د بېلابېلو بڼو تبعیض ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې دوی نه یوازې له خپلو اساسي حقونو بې‌برخې شوې دي، بلکې قضايي نظام هم د دوی د خوندیتوب پر ځای، د هغوی د ځپلو او غلي کولو وسیله ګرځېدلې ده.نوموړي له دولتونو غوښتي، چې یو داسې حساب ورکونکی جوړښت رامنځته کړي چې پراخ ماموریت ولري او د بشري حقونو د سرغړونو او نړیوالو جرمونو، لکه د جنسیتي ځورونې او تعقیب، شواهد راټول، خوندي او مستند کړي.بنت زیاتوي، دا مېکانیزم کولی شي د نړیوال جزايي محکمې روانو هڅو، د ښځو پر ضد د تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون له مخې په نړیواله محکمه کې د روانو قضیو، او د نړیوال صلاحیت له لارې د قضایي تعقیب ملاتړ وکړي.د بشر د حقونو د څار بنسټ ټینګار کړی چې دا مېکانیزم باید هر اړخیز وي، او یوازې پر روانو قضیو تمرکز ونه لري، بلکې د تېر وخت سرغړونې هم وڅېړي. دغه بنسټ وايي، باید د عدالت پروسه د دوه‌ګوني چلند یا انتخابي چلند له امله زیان ونه ويني.که څه هم نړیوال ملاتړ د داسې یوه مېکانیزم د جوړېدو لپاره مخ پر زیاتېدو دی، اټکل کېږي چې اروپايي ټولنه به د سپتمبر په میاشت کې د افغانستان په اړه د خپلې کلنۍ پرېکړه‌لیک وړاندې کولو پر مهال، رسماً د دې طرحې وړاندیز وکړي.ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا راتلونکې اوونۍ د ریچارد بنت راپور وڅېړي، او د بشر د حقونو د څار بنسټ له ټولو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان لپاره د حساب ورکونې د مېکانیزم د جوړېدو ملاتړ وکړي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In