راوی زن پشتو
پنج‌شنبه 25 جدی 1404
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

د خوړو نړیوال پروګرام: د کډوالو راستنېدنه د افغانستان اقتصاد او ولسي ژوند له کړکېچ سره مخ کړی

24 جوزا 1404
د خوړو نړیوال پروګرام: د کډوالو راستنېدنه د افغانستان اقتصاد او ولسي ژوند له کړکېچ سره مخ کړی

د خوړو نړیوال پروګرام په خپل تازه میاشتني راپور کې په افغانستان کې د اقتصادي او بشري کړکېچ د ژورېدو په اړه خبرداری ورکړی. دغه بنسټ ویلي، له ایران او پاکستانه د تر ۲.۷ میلیونه زیات افغان کډوالو راستنېدنه، د هېواد پر محدودو سرچینو، کاري بازار او ناسم اقتصادي جوړښت سخت فشار وارد کړی دی.د راپور له مخې، دا پراخ راستنیدو، د نړیوالو مرستو د کمښت او د پراخې بې‌کارۍ تر څنګ، د میلیونونو افغانانو د ژوند وضعیت اندېښمنوونکي حالت ته رسولی. د خوړو نړیوال پروګرام ارزونه ښيي، چې د افغانستان اقتصادي وده چې تېر کال ۲.۵ سلنه وه، سږ کال د پانګونې د کمښت، مالي سرچینو ته د محدود لاسرسي او نړیوالې انزوا له امله یوازې ۲.۲ سلنه اټکل شوې ده.هم مهاله، د بشري وضعیت په اړه هم راپور کې ویل شوي، چې ۱۲.۶ میلیونه تنه، چې د هېواد شاوخوا ۲۷ سلنه نفوس جوړوي، له سختې خوړو ناامنۍ سره مخ دي. سره له دې چې کېدای شي دا شمېره تر اکتوبر پورې ۹.۵ میلیونو ته راښکته شي، خو د امریکا مرستو بندېدل او د نورو بودیجوي مرستو کمېدل، د لوږې د بیا ډېرېدو خطر زیاتوي.راپور زیاتوي، چې ډېری راستنېدونکي دندې نه‌شي موندلی، او د بازار د تقاضا کمېدو، او د ماليې وزارت له لوري د زرګونو دولتي مامورینو له دندو ایستل، په هېواد کې بې‌کاري نوره هم ډېره کړې.د نړیوال بانک په وینا، که بنسټیز اقتصادي اصلاحات و نه‌شي او نړیوال ملاتړ ډېر نه‌شي، د افغانستان اقتصادي وده به تر ټولو ټيټې کچې پاتې شي، او بیوزلي او بې‌کاري به نوره هم ژوره شي.همداراز، د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې د تورم کچه چې د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ په میاشت کې منفي ۱۰.۲ سلنه وه، د ۲۰۲۵م کال تر اپریل پورې ۰.۱ سلنه ته لوړه شوې. د خوړو د بیو تورم هم له منفي ۱۵.۱ نه منفي ۰.۷ ته لوړ شوی، چې علتونه یې د اسعارو بدلون، نړیوال نرخونه او د هېواد داخلي وضعیت ښودل شوی.سره له دې، د افغانی ارزښت د امریکايي ډالر پر وړاندې یو څه ښه شوی او د ۲۰۲۵م کال د مې په میاشت کې د ۶۹.۸ افغانیو په منځنۍ کچه رسیدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳ سلنه لوړوالی ښيي.د خوړو نړیوال پروګرام له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې بشري ملاتړونه زیات کړي، ترڅو د بیوزلي او خوړو ناامنۍ د پراخېدو مخه ونیسي، ځکه چې د روان وضعیت دوام کولی شي ډېرې ناوریني پایلې ولري.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In