د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې لس زره افغان ماشومانو ته یې د رواني-ټولنیز ملاتړ، زدهکړو او لوبو زمینه برابره کړې ده.یونیسف نن (یکشنبه، د غبرګولي ۲۵) په اکس شبکه کې لیکلي چې دغه خدمات د “ماشوم-دوستو مرکزونو” له لارې وړاندې کېږي. دا هغه خوندي ځایونه دي چې ماشومان په کې زدهکړه کوي، لوبې کوي او له رواني پلوه ملاتړ ترلاسه کوي.په پیغام کې راغلي چې “زهرا، عاطفه، نرگس او مسکا” له زرګونو نورو ماشومانو سره یوځای دغه مرکزونو ته لاسرسی لري او هلته د زدهکړې، وده او خوندي فضا څخه برخمن دي.سره له دې هڅو، د ماشومانو د خوارځواکۍ په اړه اندېښنې لا هم پاتې دي. د ماشومانو ژغورنې ادارې په یوه وروستي راپور کې ویلي، که بشري مرستو ته بودجه لا هم کمه شي، نو ښايي تر اکتوبر پورې شاوخوا پنځمه برخه افغان ماشومان د لوږي له بحران سره مخ شي.د IPC د ارزونې له مخې، نږدې پنځه میلیونه ماشومان – چې د ټولو افغان ماشومانو ۲۰ سلنه جوړوي – هماوس مهال له سختې یا بېړنۍ خوارځواکۍ سره مخ دي.که څه هم یونیسف او نړیوال بنسټونه هڅه کوي چې د زدهکړو، لوبو او رواني ملاتړ له لارې ماشومان له ناامنه چاپېریاله راوباسي، خو د دوی راتلونکی لا هم د نړیوالو پرېکړو او مرستو له دوام سره تړلی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي: نږدې ۲۷۲ میلیونه ماشومان او ځوانان له زده کړې محروم دي
انتونیو ګوترش، د ملګرو ملتونو سرمنشي، ویلي چې نږدې ۲۷۲ میلیونه ماشومان او ځوانان په ټوله نړۍ کې له زده...
Read more

