د روغتیا نړیوال سازمان او د دې ادارې همکار «کلستر روغتیايي شبکه» اعلان کړی چې د امریکا له لوري د مرستو تر بندېدو وروسته، ۴۲۲ روغتیايي مرکزونه په ۳۰ ولایتونو کې خپل فعالیتونه بند کړي دي.دغه بنسټونه خبرداری ورکړی چې د واشنګټن پرېکړه د میلیونونو افغانانو، په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو، ژوند له جدي خطر سره مخ کوي.دا بندیز د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ترمپ د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په میاشت کې صادر کړی و او دلیل یې «د مرستو بهیر د امریکا له ګټو سره سمون نه لري» ښودل شوی دی.له دې بحران سره هممهاله، د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) ویلي چې د بودجې کمښت له امله شاوخوا ۶.۳ میلیونه افغانان، چې ډېری یې ښځې او نجونې دي، نور به د لومړنیو روغتیايي خدماتو لاسرسی ونه لري.د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) هم خبرداری ورکړی که دا وضعیت دوام پیدا کړي، نو تر ۲۰۲۵ کال پورې به له ۱۹۰۰ څخه زیات نور روغتیايي مرکزونه هم وتړل شي.نړیوال بنسټونه وایي چې د افغانستان روغتیايي نظام، چې له کلونو جګړو او بحرانونو وروسته لا هم تر فشار لاندې دی، اوس د بشپړې سقوط له ګواښ سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي: نږدې ۲۷۲ میلیونه ماشومان او ځوانان له زده کړې محروم دي
انتونیو ګوترش، د ملګرو ملتونو سرمنشي، ویلي چې نږدې ۲۷۲ میلیونه ماشومان او ځوانان په ټوله نړۍ کې له زده...
Read more

