راوی زن پشتو
سه‌شنبه 1 ثور 1405
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

ریچارډ بنت به نن د افغانستان د بشري حقونو راپور د ملګرو ملتونو شورا ته وړاندې کوي

26 جوزا 1404
ریچارډ بنت به نن د افغانستان د بشري حقونو راپور د ملګرو ملتونو شورا ته وړاندې کوي

ریچارډ بنت، چې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، اعلان کړی چې خپل تازه راپور به نن دوشنبه (۲۶ د غبرګولی) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۹مې غونډې ته وړاندې کړي.دغه راپور د ښځو او نجونو پر وضعیت تمرکز کوي او خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د بشري حقونو بحران لا ژور شوی دی.د راپور د یوې خپرې شوې نسخې له مخې، د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د پخواني حکومت عدلي نظام له منځه تللی او مهم قوانین لکه د جزا قانون، د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي قانون او د ماشومانو د حقونو قانون – یا لغو شوي او یا هم بې‌اغېزې دي.بنت ویلي، طالبان د واضحو قوانینو پر ځای شفاهي فرمانونه او سخت‌ چلند مذهبي احکام عملي کوي، چې له امله یې ښځو ته عدالت ورکول ناممکن شوي دي.راپور څرګندوي چې ټولې ښځینه قاضیانې، څارنوالانې او مدافع وکیلانې له عدلي نظام ایستل شوي او اوس نه یوازې دا چې د عدلي نظام برخه نه‌دي، بلکې اجازه هم نه‌لري چې خپلواکه توګه محکمې ته ولاړې شي.همداراز ویل شوي چې ډېری ښځې چې د تاوتریخوالي، جنسي تېري، جبري ودونو یا د میراث نه‌ورکولو قرباني دي، حتی دا توان نه‌لري چې ساده دعوا ثبت کړي.راپور د ښځو لپاره د علني سزاوو، لکه دورې وهلو او اعدامونو یادونه هم کړې چې زیاتره پرته له قانوني پروسې او له مدافع وکیل پرته ترسره کېږي.ریچارډ بنت دا وضعیت «جنسیتي اپارتاید» بللی او ویلي یې دي چې اوسنی قضایي جوړښت نه یوازې د ښځو ملاتړ نه‌کوي، بلکې د هغوی د عدالت تر ټولو لوی خنډ دی.نوموړي له نړیوالې ټولنې بیا غوښتنه کړې چې طالبان دې په رسمیت نه‌پېژني او له نړیوالو عدلي میکانېزمونو، په ځانګړي ډول له نړیوال جزایي محکمه، ملاتړ ته دوام ورکړي.په ټوله کې د بنت راپور دا بیانوي چې عدالت په افغانستان کې د ټولنې له نیمايي برخه نه یوازې لرې شوی، بلکې عمداً ترې اخیستل شوی دی.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In