د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندوی دفتر (یوناما) د هېواد د اوبو له روان بحران څخه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې شاوخوا یوه پر درېیمه برخه افغان وګړي، چې شمېر یې له ۱۰ میلیونو زیات دی، لا هم له ناپاکو او غیرمصونو اوبو ګټه اخلي.یوناما د یکشنبې په ورځ (۲۵ د غبرګولي) په یوه پیغام کې ویلي، سره له دې چې ځینې پرمختګونه شوي، خو د څښاک پاکو او مصونو اوبو ته لاسرسی لا هم د افغانستان له جدي ننګونو څخه دی؛ یو داسې ننګونه چې کلیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، سخت زیانمنوي.یاد سازمان دا وضعیت د اوږدو جګړو، د بنسټیزو تاسیساتو ویجاړۍ، پرلهپسې وچکالیو او د اوبو د سرچینو په برخه کې د پانګونې د کموالي پایله بللې ده.په لرو پرتو سیمو کې ډېر خلک اړ دي چې اوبه له ویالو، بې سرپوښه څاهګانو او یا هم له ککړو سطحي سرچینو څخه برابرې کړي، چې دا کار د هضمي ناروغیو او ساري افتونو د خپرېدو خطر ډېر زیات کړی دی.یوناما ویلي، ملګري ملتونه ژمن دي چې د بیا رغونې پروژې، د ویجاړو شویو اوبو رسولو شبکو احیا، او د خلکو پوهاوی زیات کړي، تر څو دا وضعیت ښه شي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

