د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې بشري بحران لا هم پراخېږي او د خلکو اړتیاوې په بېسارې توګه زیاتې شوې دي.اوچا نن دوشنبه (۲۶ غبرګولی) په خپاره کړي راپور کې ویلي چې وسلهوالې شخړې، طبیعي پېښې، جوړښتي بیوزلي او د کرونا ناروغۍ دوامداره اغېزې د میلیونونو وګړو ژوند سخت کړیدی.راپور زیاتوي، یوازې د روان میلادي کال په لومړیو درې میاشتو کې له ۷.۶ میلیونو ډېر افغانان له بشري مرستو برخمن شوي دي. دا مرستې د نړیوالو همکارو ادارو په مرسته په ټول هېواد کې وېشل شوي دي.اوچا ټینګار کړی چې سره له پراخو هڅو، د پرلهپسې بحرانونو له امله انساني تلفات لا هم لوړ دي او که وضعیت دوام وکړي، دا به د لوی بشري ناورین لامل شي.دې ادارې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې خپلې مالي او عملي مرستې له افغانانو سره زیاتې کړي.اوچا ویلي، د مالي سرچینو کمښت او د نړیوالو ژمنو کمزورتیا د مرستو په وړاندې ستر خنډونه دي او ښايي ژر تر ژره د بشري ادارو د فعالیت ظرفیت محدود کړي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

