راوی زن پشتو
یکشنبه 16 قوس 1404
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

د بشري حقونو شورا ناسته کې د هېوادونو استازو: طالبان دې حساب ورکوونکي شي

26 جوزا 1404
د بشري حقونو شورا ناسته کې د هېوادونو استازو: طالبان دې حساب ورکوونکي شي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۹مه ناسته کې، د کاناډا، ایټالیا، اندونیزیا، قطر، ایرلنډ، سویس، جنوبي افریقا او نورو له لسو زیاتو هېوادونو استازو د افغانستان د بشري حقونو د روانو سرغړونو، په ځانګړې توګه د ښځو او اقلیتونو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې د طالبانو رژیم باید د خپلو کړنو په وړاندې حساب ورکوونکی وګرځي.یاده ناسته د غبرګولي په ۲۶مه ترسره شوه او د افغانستان لپاره د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنت په کې د عدالت ته د لاس‌رسی او د ښځو او نجونو د حقوقي وضعیت په اړه خپل تازه راپور وړاندې کړ.بېنت وویل چې د طالبانو تر واک لاندې عدلي نظام ښځې له عدالت څخه بې‌برخې کړې دي او دا نظام اوس د مذهبي شفاهي فرمانونو پر بنسټ، یو غیر رسمي او مبهم جوړښت ته بدلون موندلی دی.د دې راپور په غبرګون کې، یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې د علني اعدامونو د درولو غوښتنه وکړه او له دوامداره جنسیتي ځورونې، د ښځو د سرکوب او د مدني ازادیو د پراخو بندیزونو په اړه یې خبرداری ورکړ.دغه هېوادونه د افغان ښځو او نجونو لپاره، په ځانګړې توګه د پوهې او زده‌کړو په برخه کې، د عملي ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ او د همکاریو ژمنې یې ورکړې.استازو همداراز د ښځو تر څنګ، د هزاره ټولنې، مذهبي اقلیتونو او همجنس‌پالو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه وښوده.ریچارډ بېنت په خپل راپور کې یادونه وکړه چې ټولې ښځینه قاضیانې، وکیلانې او سارنوالانې له کاره لېرې شوي او د تاوتریخوالي قرباني ښځې آن د دې وس نه لري چې محکمې ته رسمي شکایت وړاندې کړي.نوموړي وویل، اوسنی نظام نه یوازې له ښځو عدلي عدالت اخیستی، بلکې خپله د سرکوب او تبعیض وسیله ګرځېدلی دی.بېنت د «جنسیتي اپارتاید» اصطلاح په کارولو سره، د بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو لپاره د یوه خپلواک او نړیوال میکانیزم د جوړېدو غوښتنه وکړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د سیاسي او حقوقي فشارونو په زیاتولو سره، د افغانانو له لا زیات کړاو څخه مخنیوی وکړي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In