راوی زن پشتو
دوشنبه 19 اسد 1405
فارسی
EN
No Result
View All Result
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

یونیسف: نیمايي افغان ماشومان له سختې خوړو کمښت سره مخ دي

27 جوزا 1404
یونیسف: نیمايي افغان ماشومان له سختې خوړو کمښت سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، نږدې ۹۰ سلنه افغان کوچني ماشومان له خوړو کمښت سره مخ دي، او نیمايي یې د سخت د خوړو بیوزلي تجربه کوي.یونیسف د دوشنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۶مه راپور ورکړی چې د دې بحران په غبرګون کې یې د بریتانیا د بهرنیو اړیکو، ګډو چارو او پراختیا ادارې (FCDO) په همکارۍ، یو پراخ پروګرام په نوم “د افغانستان لومړني خواړه” پیل کړی دی.دا څو اړخیزه نوښت، چې له ۲۰۲۵ تر ۲۰۲۸ پورې به دوام کوي، موخه یې د دوه کلنۍ نه کم عمره ماشومانو تغذیه ښه کول دي. پروګرام د کورني تولید، مغذي خوړو برابرولو او د ماشوم-محور خوړو سیستمونو پر پراختیا تمرکز لري.د یونیسف استازي تاج‌الدین ایوال ویلي: «دا بحران یو چوپ درد دی. افغان ماشومان یوازې د خوړو له کمښت سره نه، بلکې د ودې او پرمختګ له بنسټیزو اړتیاوو بې‌برخې دي. د هیواد نیمايي کوچني ماشومان یواځې له دوو خوړو ګروپونو خواړه خوري، چې دا هغوی د سخت خوارځواکۍ او حتی مرګ له خطر سره مخ کوي.»دا پروګرام به د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې پلي شي او شاوخوا ۱.۷ میلیونه ماشومان به تر پوښښ لاندې راولي. تمرکز به یې پر کورني کچه د مغذي خوړو چمتو کولو، د درملنیزو او اضافي خواړو تولید پیاوړي کولو، او له ټولنې، روغتیايي خدمتونو، اوبو، فاضلاب، ټولنیز خوندیتوب او زده‌کړو سره پر همغږۍ وي.یونیسف ټینګار کړی چې دا یوازې یو پروژه نه ده، بلکې یو حرکت دی، چې موخه یې د ماشومانو د خوارځواکۍ پر وړاندې مبارزه له سره تعریفول دي. دغه بنسټ له نړیوالو ادارو، تمویل کوونکو، خصوصي سکتور او نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغانستان د راتلونکي نسل د ژغورنې په دې هڅه کې ونډه واخلي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

خبرنامه


© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In