د “ارغواني شنبې” مدني غورځنګ خبرداری ورکړی، چې د اسرائیلو له وروستیو بریدونو وروسته، لسګونه افغان کډوالې کورنۍ، په تېره بیا په تهران کې، اړې شوې چې خپلې مېنې پرېږدي او نورو سیمو ته کډه وکړي.په یوه اعلامیه کې چې د دغه غورځنګ له خوا د غبرګولي په ۲۷مه خپره شوې، ویل شوي چې ډېری دغه مهاجرین، چې ښځینه معترضین، د بشري حقونو فعالان او نور زیانمن خلک دي، د طالبانو له ګواښونو څخه د خلاصون په موخه ایران ته تللي وو، او اوس بیرته افغانستان ته ستنیدل ورته امکان نه لري.دغه غورځنګ له نړیوالو بنسټونو، په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو او بشري حقونو له سازمانونو غوښتي، چې ژر تر ژره دې د دې کډوالو د امنیتي او بشري وضعیت د ښهوالي لپاره ګام پورته کړي.غورځنګ ټینګار کړی چې پر ملکي وګړو هر ډول برید، د نړیوال بشردوستانه حق له مخې، د جنګي جرم په توګه پېژندل کېږي.په اعلامیه کې له بشري حقونو فعالانو، په افغانستان، ایران او اسرائیل کې هم غوښتنه شوې چې د ملکي خلکو د ژوند او حقونو د دفاع لپاره باید لا زیاته همکاري او یووالی وښيي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

