د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړی بنسټ (نی) چې دا مهال په جلاوطنۍ کې فعالیت کوي، وایي چې د ایران د جګړهیز حالت له امله، هلته د افغان خبریالانو ژوند او رواني وضعیت له جدي خطر سره مخ دی.یاد بنسټ نن چهارشنبه (د غبرګولي ۲۸) په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، افغان خبریالان په ایران کې د “شدیدو فشارونو” لاندې دي او د هغوی د اوسني وضعیت په اړه یې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.په اعلامیه کې راغلي: «په ایران کې مېشت افغان خبریالان، نه یوازې د بمبارد یا راکټي بریدونو له ګواښ سره مخ دي، بلکې د افغانستاني اتباعو پر ضد د یو منفي فکري جریان له امله سخت ځورېدلي دي.»د نی د معلوماتو له مخې، یو شمېر افغان خبریالانو دوی ته ویلي، د جګړې له دواړو اړخونو سره د افغانستاني وګړو تړل کېدل، د دوی ژوند له زغملو وتلی حالت ته رسولي.نی له نړیوالو سازمانونو، د بشري حقونو سیمهییزو او نړیوالو دفترونو او د وینا آزادۍ ملاتړو ادارو غوښتي چې د ایران مېشتو افغان خبریالانو د وضعیت ارزونه او حلیې د عاجل لومړیتوب په توګه وڅېړي او ژر تر ژره لازم ګامونه ترسره کړي.نی باور لري چې باید د دغو خبریالانو لپاره یو دریم امن هېواد وټاکل شي او د دوی د انتقال بهیر هر څه ژر پیل شي.په اعلامیه کې ویل شوي: «زموږ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي هلته له جدي خطر سره مخ دي او د هغوی د ژغورنې لپاره اقدام، تر ټولو لږ خو خورا اړین ګام دی.»نی په جلاوطنۍ کې ټینګار کړی چې د بیان د آزادۍ او خبریالانو د حقونو په دفاع کې به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي، او همداراز د افغانستان دننه د خبریالانو د نیونې، بریدونو او د رسنیو د دفترونو د ورانولو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

