د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغان کډوالو چارو د عالي کمېسار عرفات جمال له خولې وايي، نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې خپل پانګونه او مرستې کمې نکړي.اوچا نن چهارشنبه، د جوزا ۲۸مه په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د بودجې کمښت د افغانستان د حیاتي مرستو لپاره لوی خطر دی.عرفات جمال وايي:«له دې امله چې میلیونه کسان اوس بیرته هېواد ته راستانه کېږي یا مجبور دي چې راستانه شي، د ملګرو ملتونو ادارې او بشري مرستندویه سازمانونه د ملاتړ کلیدي رول لوبوي او د جګړې له څلورو لسیزو وروسته په دې هېواد کې د راستنېدونکو د ثبات په راوستلو کې مرسته کوي. خو د بودجې شدید کمښت دغه حیاتي ملاتړ ته جدي ګواښ پېښوي.»نوموړي زیاته کړې:«موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې خپلې پانګونې پرېنږدي، خپل کار ته دوام ورکړي او د افغان خلکو ژوند ژغورلو او د دوی د راتلونکي د جوړولو په برخه کې مرسته وکړي.»اوچا او یو شمېر نړیوال او ځايي سازمانونه مخکې هم ویلي چې که نړیواله ټولنه په بیړني توګه ملاتړ ونه کړي، افغانستان به نور هم له کړکېچ سره مخ شي.د اوچا په اعلامیه کې ویل شوي چې د څلورو لسیزو جګړې وروسته، افغانان اوس د اقلیمي بدلونونو، بې ځایه کېدنې، پرمختګ نشتوالي او د نړیوالو مرستو کمښتونو له سختو ستونزو سره مخ دي.دغه اداره ټینګار کړی چې د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه، موجوده وضعیت نور هم خراب کړی او د ماشومانو واده، له جنسیتي تاوتریخوالي سره مخامخ کېدل او د ماشومانو کار کول زیات کړي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي: نږدې ۲۷۲ میلیونه ماشومان او ځوانان له زده کړې محروم دي
انتونیو ګوترش، د ملګرو ملتونو سرمنشي، ویلي چې نږدې ۲۷۲ میلیونه ماشومان او ځوانان په ټوله نړۍ کې له زده...
Read more

