افغان ایوک ادارې ویلي، چې د امریکا د کډوالو منلو ادارې اعلان کړی، چې د ځانګړې کډوالۍ وېزې (اس آی وي) لرونکو لپاره د استوګنې او منلو پروګرام یو ځل بیا فعال شوی دی.دغه اداره نن سهار (چهارشنبه، د غبرګولي ٢٨) پر خپل ایکس پاڼه لیکلي، چې هغه کسان چې په تېرو ۹۰ ورځو کې امریکا ته داخل شوي، کولی شي نږدې د کډوالو د استوګنې ادارې ته لاړ شي او له لومړنیو خدماتو برخمن شي.دغه خدمات پکې شامل دي: د هستوګنځي پیدا کول، د کار موندنې کې مرسته، د انګلیسي ژبې زدهکړه او نور حمایتي پروګرامونه.د افغان ایوک په وینا، هغه کسان چې لاهم امریکا ته نهدي انتقال شوي، نو کله چې دغه هېواد ته داخل شي، همدا خدمات به ورته برابر وي.ویل شوي، دا فرصت د افغانانو او عراقيانو لپاره برابر شوی، څو په ښه ډول د کوربه ټولنې سره ادغام ومومي. مسؤل چارواکي ټینګار کوي، چې د دې خدماتو لپاره باید ژر اقدام وشي.یادونه باید وشي، چې مخکې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو فرمان صادر کړی و، چې د افغانستان، میانمار، چاد، کانګو، استوایي ګینه، اریتریا، هایتي، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن د وګړو پر امریکا داخلې بندیز لګولی و.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

