اروپايي اتحادیې اعلان کړی، چې ۱۶۱ میلیونه یورو بشري مرسته به د افغانستان دننه او سیمې کې د تر ټولو زیانمنو افغانانو د ملاتړ لپاره ځانګړې کړي.دغه اتحادیې د سهشنبې په ورځ (۲۷ غبرګولي) ویلي، چې له دې مرستې څخه تر ۱۴۱ میلیونه زیات یورو به هغو بشري سازمانونو ته ورکړل شي، چې دننه په افغانستان کې فعالیت کوي. همداراز ۱۰ میلیونه یورو به د پاکستان او ایران په ګډون، دواړو هېوادونو ته مساوي توګه د افغان کډوالو او اتباعو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ځانګړي شي.د اروپايي اتحادیې دا نوې مرستې به د خوړو، روغتیايي خدماتو، د ناورین تغذیې درملنې، پاکو اوبو او روغتیا ته د لاسرسي برخه کې د لېرې پرتو سیمو خلکو ته ورسېږي.همداراز، د زیانمنو ډلو ملاتړ لکه حقوقي مرسته او د خطر سره مخ افرادو دفاع، د دې پروګرام برخه ده. د بېړني حالت زدهکړه، په ځانګړي ډول د نجونو لپاره د زدهکړې زمینې برابرول، او د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ګامونه هم په کې شامل دي.اروپايي اتحادیه وایي، چې په افغانستان کې بشري اړتیاوې لا هم په لوړه کچه دي. پراخه بیوزلي، پرلهپسې وچکالۍ، طبیعي پېښې، او په وروستیو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو د افغانانو جبري ستنول د بحران د زیاتېدو عمده عوامل دي. شاوخوا ۲۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او نږدې ۱۵ میلیونه خلک د شدیدې خوړو نشتوالي سره مخ دي. ښځې او نجونې لا هم له زدهکړو او کار سره جدي بندیزونه لري.په ورته وخت کې، تر ۸ میلیونو ډېر افغانان اوس په پاکستان او ایران کې کډوال دي، چې دا د نړۍ له اوږدمهاله کډوالۍ بحرانونو څخه شمېرل کېږي.یادونه باید وشي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې، اروپايي اتحادیې د افغانستان د بحران لپاره تر ۸۶۰ میلیونه یورو زیاتې بشري مرستې ځانګړې کړې دي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

