د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټېرش د افغانستان په اړه خپل تازه راپور کې ويلي چې د طالبانو لهخوا پر ښځو د بندیزونو دوام، د هغوی ټولنيز حضور، تصميمنيونه، او رواني سلامتۍ ته جدي خطر پېښ کړی دی.دغه راپور چې د پنجشنبې په ورځ (۲۹ د غبرګولی) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته سپارل شوی، څرګندوي چې افغان ښځې د محرم شرط، د کار او زدهکړو بنديزونو له امله له ټولنیزو او عامه فضاوو ورو-ورو شړل کېږي.ګوټېرش ويلي: «د ښځو محروميت يوازې يو فردي بندیز نه، بلکې ژوره ټولنيزه طرد دی، چې د انزوا، خپګان او رواني بحران لامل شوی دی.»نوموړی زياتوي چې افغانستان يوازينی هېواد دی چې د نجونو پر متوسطه او لوړو زدهکړو سيستماتيک بنديز لګولی دی. هغه ټينګار کړی چې دا ډول بندیزونه د ښځو اساسي بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.په راپور کې ويل شوي چې د طالبانو لخوا د “امر بالمعروف” قانون پراخه تطبيق د افغانانو فردي، ټولنيزې او اقتصادي آزادۍ، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره سختې اغېزمنې کړې دي.د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې يوازې ۷ سلنه افغان ښځې له کوره بهر کار کوي، او ښځې مشره کورنۍ ډېرې له اقتصادي بحرانونو اغېزمنې شوې دي.ګوټېرش ويلي چې دا بندیزونه د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ د رغنده تعامل پر وړاندې لوی خنډ ګرځېدلي دي. هغه له نړيوالې ټولنې غوښتي چې پر طالبانو فشار زيات کړي او له افغان ښځو سره هدفمند ملاتړ ته دوام ورکړي.
پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...
Read more

