راوی زن پشتو
دوشنبه 31 حمل 1405
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټاکل شوې ده چې راتلونکې اونۍ د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته وکړي

29 جوزا 1404
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټاکل شوې ده چې راتلونکې اونۍ د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته وکړي

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اعلان کړی چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ به د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې ناسته ترسره کړي.په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (یوناما) پر ایکس لیکلي چې په دې ناسته کې به رزا اوتنبایوا، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره، د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړي.همداراز، د انتونیو ګوترش نوی راپور چې نن پنجشنبه، د غبرګولي ۲۹مه خپور شوی، به هم په دې ناسته کې وړاندې شي.په دې راپور کې راغلي چې د طالبانو د پرله‌پسې بندیزونو له امله، افغان ښځې ورځ تر بلې له ټولنیزو چارو، عامه فضاوو او تعاملاتو څخه منزوي کېږي. دغه بندیزونه لکه د محرم شرط، د زده‌کړې بندیز او د کار کولو منع، د ښځو پر ګډون، معلوماتو ته لاس‌رسی او پر خپلو تصمیمونو د اغېز کولو توان سخت منفي اغېز کړی.ښاغلي ګوترش ټینګار کړی چې د ښځو پر وړاندې بندیزونه، نه یوازې فردي ازادۍ محدودوي، بلکې دا یو ژور ټولنیز حذف بلل کېږي چې د ښځو انزوا، خپګان او پراخه رواني بحران ته لاره هواروي.د ملګرو ملتونو سرمنشي دا وضعیت یو له جدي خنډونو څخه ګڼلی چې افغانستان له نړیوالې ټولنې سره د رغنده تعامل څخه منع کوي، او غوښتنه یې کړې چې پر طالبانو دې فشار زیات شي تر څو د ښځو پر وړاندې د ساختاري سرکوب دا وضعیت پای ته ورسوي.نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغان ښځو ملاتړ ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د بندیزونو د لیرې کولو لپاره طالبان تر فشار لاندې راولي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In