راوی زن پشتو
پنج‌شنبه 1 اسد 1405
فارسی
EN
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه
No Result
View All Result
راوی زن پشتو
No Result
View All Result

په جلاوطنۍ کې د افغان ښځو غورځنګ: افغان ښځې په ګاونډیو هېوادونو کې له جنسي تاوتریخوالي او ګواښونو سره مخ دي

29 جوزا 1404
په جلاوطنۍ کې د افغان ښځو غورځنګ: افغان ښځې په ګاونډیو هېوادونو کې له جنسي تاوتریخوالي او ګواښونو سره مخ دي

په جلاوطنۍ کې د افغان ښځو غورځنګ د نړېوال کډوالۍ د ورځې په مناسبت یو پرېکړه‌لیک خپور کړی او ویلي یې دي چې زرګونه افغان ښځې په ګاونډیو هېوادونو لکه ایران، پاکستان او ترکیه کې له “د نیولو ګواښ، جبري شړلو، بې‌هویتۍ، جبري کار، جنسي تاوتریخوالي، او روغتیايي او تعلیمي خدماتو ته له تبعیض سره د نه‌لاس‌رسۍ” سره مخ دي.په دې پرېکړه‌لیک کې چې نن پنجشنبه، د غبرګولي ۲۹مه خپور شوی، راغلي چې میلیونه افغان وګړي، په ځانګړي ډول ښځې، لا هم د جلاوطنۍ، بې‌سرنوشتي، تبعیض او مطلق بې‌حقۍ په حالت کې ژوند تېروي.غورځنګ زیاتوي، هغه مدني فعاله ښځې، خبریالانې، قاضیانې، وکیلانې، د پوهنتون استادانې او ښوونکې چې د خپلو مدني فعالیتونو یا جنسیت له امله له هېواده وتلې دي، اوس په کډوال‌منلو هېوادونو کې یوازې پاتې شوې او د بیا مېشتېدو هېڅ هیله نه لري. دوی وایي چې د نړېوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د UNHCR او هغو هېوادونو چوپتیا چې د افغانستان د سقوط په بهیر کې ښکېل وو، د هغو ښځو پر وړاندې ښکاره ظلم دی چې یوازینی “جرم” یې د زده‌کړو، کار او انساني ژوند غوښتنه ده.یاد غورځنګ خبرداری ورکړی چې د روان وضعیت دوام نه یوازې د بشري حقونو ښکاره نقض او د نړیوالو ژمنو خلاف عمل دی، بلکې د زرګونو افغان کډوالو ښځو لپاره د ژوند او رواني سلامتۍ مستقیم ګواښ هم ګڼل کېږي.په پرېکړه‌لیک کې له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له سازمانونو او له کوربه هېوادونو غوښتنه شوې چې د افغان ښځو او کورنیو جبري شړلو ته د پای ټکی کېږدي، هغوی ته قانوني استوګنځای ورکړي او قانوني ملاتړ ترې وکړي.

شیرتوییت

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

ډېر لوستل شوي

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي
خبرونه

پاکستان په یوه ورځ کې له لس زرو زیات افغان کډوال ایستلي دي

22 عقرب 1404

د طالبانو د کډوالو چارو عالي کمېسیون خبر ورکړی چې پاکستان په یوه ورځ کې ۱۰۲۵۳ افغان کډوال ایستلي دي.دغه...

Read more

یونیسف د اروپایي ټولنې په ملاتړ، په افغانستان کې د خوارځواکۍ ماشومانو پاملرنه پیاوړې کوي

بخښنې نړیوال سازمان: طالبان د افغان ښځو ژوند نه‌ زغمل کېدونکي خوب ته اړولی

طالبان د پنجشیر د نجونو د سواد زده‌ کړې ټولګي لغوه کړي دي

په پاکستان کې افغان کډوال: مه مو بېرته افغانستان ته استوئ

راوی زن پشتو

راوی زن یوه خپلواکه رسنۍ ده چې هڅه کوي په افغانستان او نړۍ کې د ښځو مسایل په ځانګړي لید سره تحلیل، کتنه او استازیتوب وکړي.

ټولي

  • افغانستان
  • تجسمي هنرونه
  • خبرونه
  • څیړنیز راپورنه
  • راپورونه
  • سپړنې
  • سپورټ
  • فلم
  • کالمونه
  • مرکې
  • ملټي میډیا
  • نړۍ

چټک لاسرسی

  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

خبرنامه


  • اړیکه
  • زموږ په اړه
  • اعلانونه
  • زموږ سره کار وکړئ

© ۲۰۲۳ - ټول حقوق د راوی زن لپاره خوندي دي.

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • افغانستان
    • نړۍ
  • راپورونه
    • څیړنیز راپورنه
  • سپړنې
  • مرکې
  • روایتونه
  • کلتور او هنر
    • کیسې
    • شعر
    • ادب
    • تجسمي هنرونه
  • سپورټ
  • ملټي میډیا
    • فلم
    • انځور
    • غږ
  • کالمونه

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In